په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د بانک د مشر په توګه د اجمل احمدي ټاکل کېدو ناندرۍ راپورته کړي.
د ټولنیزو رسنیو کارونکي د نوموړي د پېژندنې په اړه پوښتنې لري او وايي، باید په واضحه توګه بايد هېوادوال پوه شي، چې د دوی د افغانستان بانک مشر د کوم ولایت او کومې سیمې سره تړاو لري.
دوی اندېښنه لري، چې ښايي اجمل احمدي افغان نه وي او د کوم بهرني هېواد تبعه وي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی وزیر اجمل احمدي د روان میلادي کال د جون په دوهمه د ولسمشر د دوو جلا حکمونو پر بنسټ د افغانستان بانک د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو.
د فیسبوک یو تن کاروونکي او د چارو کار پوه عصمت قانع لیکلي: ((دا اجمل احمدي څوک دى؟ په افغانستان کې خو دهويت مسئله نه پټيږي، که دى په بهر کې زيږيدلى وي مور او پلار خو به يې دلته زيږيدلي وي نيکه او انا خوبه يې ددې هيواد وي؛ خو د کورنۍ په دريم پښت پوري مربوط يوڅوک دي رامخ ته شي چې دغه اجمل دحقمل زوى دى، نيکه يې له دغه کلي له دغي ولسوالۍ له دغي قبيلي کوچيدلى دى هغه بل ولايت ته تللی دی، وه وروره ، دا د افغانانو حق دى چې لږ تر لږه د خپلو لوړ رتبه مامورينو دهويت پوښتنه وکړي.))
د ولسمشر پخوانی سلاکار عبدالستار سعادت هم پر ټولنیزه رسنۍ لیکلي: (( چې څوکاله وروسته اجمل احمدي (د افغانستان بانک سرپرست رییس) ورک شي او څه موده وروسته خبر خپور شي، چې زموږه د اسعارو خزانه (څو ملیارده ډالر) ورک دي بیا به څه کوئ؟ تاسو یې چې نن نسب او ادرس معلوم نه کړ بیا به یې چېرته پیدا کوئ.))
د منصور عرب زاده په نوم یو تن لیکلي، اجمل احمدي د ولسمشر له خسرګنۍ څخه دی چې اصلا د لبنان اوسېدونکی دی، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وېبپاڼه کې راغلي چې اجمل احمدي د غزني په ښار کې په ۱۳۵۷ کال کې زېږېدلی دی.
د امید حیران په نوم یو بل تن پر فیسبوک لیکلي: (( اجمل احمدي د لبنان دی، افغان نه دی! جاوید رسولي ورته جعلي تذکره جوړه کړې. غلا ته راغلی.))
جاوید رسولي د احصايې او معلوماتو د ادارې رییس دی.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې د احصایې او معلوماتواداره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له پرېکړو او بیا، بیا غوښتنو سره، سره، د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي د پېژندګلوۍ په اړه ورته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.